نوې ډیلي : په هند کې د «کاکروچ جنتا پارټۍ» په نوم د ځوانانو یو غورځنګ، چې په لومړي سر کې د ټولنیزو رسنیو د طنز او ټوکې په توګه پېل شوی و، په څو اوونیو کې د هېواد په کچه د زرګونو محصلانو او بې روزګاره ځوانانو پر پراخ ولسي احتجاج بدل شو او بالاخره ،د جولایۍ په ۲۵مه، یې حکومت دې ته اړ کړ چې د پوهنې وزیر استعفا وکړي او د احتجاج کوونکو ځینې مهمې غوښتنې ومني.
دا غورځنګ د روان کال د مې په میاشت کې هغه مهال پېل شو چې د هند د سترې محکمې د یو قاضي له څرګندونو وروسته، په ټولنیزو رسنیو کې ځینې بې روزګاره ځوانان له «کاکروچ» سره تشبیه شول. د سیاسي اړیکو کارپوه ابهیجیت دیپکې دغه نوم د سپکاوي پر ځای د مقاومت په نښه بدل کړ او د «کاکروچ جنتا پارټۍ» تر نامه لاندې یې انلاین کمپاین پېل کړ.
دغه غورځنګ ډېر زر د ځوانانو پراخ ملاتړ ترلاسه کړ. د راپورونو له مخې، د دې غورځنګ د انسټاګرام پاڼې په څو ورځو کې له ۲۲ میلیونو څخه ډېر پلویان خپل کړل، چې دا شمېر د هند د واکمن بهارتیه جنتا ګوند او د اصلي مخالف کانګرس ګوند د انسټاګرام د پلویانو له شمېر هم واوښت. شنونکي وايي، دا د هند د ځوان نسل د نارضایتۍ او د ټولنیزو رسنیو د سیاسي ځواک یوه بې سارې بېلګه ده.
د دې احتجاجونو اصلي لامل د طبي زده کړو د داخلې د ملي ازموینې نیټ د پوښتنو د افشا کېدو قضیه وه. شاوخوا دوه میلیونه زده کوونکو دغه ازموینه ورکړې وه، خو وروسته لغوه شوه. د راپورونو له مخې، د دې بحران له امله د لسګونو زده کوونکو د ځان وژنې پېښې هم ثبت شوې، چې د خلکو غوسه یې لا زیاته کړه.
وروسته دغه انلاین کمپاین د نوې ډیلي، ممبۍ، بنګلور او نورو ښارونو سړکونو ته راووت. زرګونو ځوانانو د پوهنې د وزیر د استعفا، د ازموینو د نظام د اصلاح، د احتجاج کوونکو پر ضد د قضیو د ختمولو او د ځوانانو لپاره د عادلانه فرصتونو غوښتنه وکړه. د پولیسو له لوري د اوښکې بهوونکي ګاز او زور کارولو احتجاجونه نور هم پراخ کړل.
له څو اوونیو دوامداره فشار وروسته، د هند د پوهنې وزیر درمندرا پردهان استعفا وکړه او مرکزي حکومت د احتجاج کوونکو یو شمېر مهمې غوښتنې ومنلې. له هغې وروسته د «کاکروچ جنتا پارټۍ» مشرانو د ۳۷ ورځني احتجاج د پای اعلان وکړ او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې په سوله ییز ډول خپلو کورونو ته ستانه شي.
سیاسي شنونکي وايي، «کاکروچ جنتا پارټۍ» که څه هم تر اوسه رسمي سیاسي ګوند نه دی، خو په هند کې یې د ځوان نسل د غږ په توګه ځان مطرح کړی او ښيي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې پېل شوی یو طنزي کمپاین هم کولی شي په پراخ ولسي احتجاج بدل شي او حکومت د مهمو سیاسي پرېکړو کولو ته اړ کړي.


شال نیوز