واشنګټن : د امریکا د نیویارک ټایمز او نورو امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو ورځو کې د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د لا پراخولو له پلان څخه په شا شوی او د جګړې د پراخېدو پر ځای یې د سیاسي او ډیپلوماټیک حل لارې ارزولو ته لومړیتوب ورکړی دی.
دا بدلون داسې مهال رامنځته شوی دی چې د امریکا او ایران ترمنځ له نږدې دوو اوونیو راهیسې روان کړکېچ د منځني ختیځ د نورو هېوادونو تر پولو هم غځېدلی او د سیمې د امنیت او نړیوال اقتصاد په اړه اندېښنې یې زیاتې کړې دي.
د راپورونو له مخې، ټرمپ ،د جولایۍ په ۲۴مه، امریکايي پوځ ته امر وکړ چې د ایران پر ضد پلان شوي نوي هوايي بریدونه وځنډوي. سرچینې وايي، چې دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې د سپینې ماڼۍ، پنټاګون او د امریکا د ملي امنیت ځینو سلاکارانو خبرداری ورکړ چې د جګړې پراخول به نه یوازې د امریکا د هوايي دفاع او توغندیو پر زېرمو فشار زیات کړي، بلکې ښیي سیمه یوې پراخې جګړې ته هم ورټېله کړي.
په همدې حال کې د عمان په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو هڅې هم چټکې شوې دي. د دغو خبرو یو مهم هدف د هرمز تنګي د کړکېچ کمول او د نړیوالو سمندري لارو د خوندي تګ راتګ ډاډمنول بلل کېږي. د انرژۍ نړیوال بازارونه له څو اوونیو راهیسې د همدې کړکېچ له امله له بې ثباتۍ سره مخ دي او د تېلو بیې هم لوړې شوې دي.
سره له دې، د ټرمپ اداره ټینګار کوي چې له بریدونو د لاس اخیستو پرېکړه د امریکا د پوځي انتخاب د پای ته رسېدو معنا نه لري. ولسمشر ټرمپ لا هم ایران ته خبرداری ورکړی چې که د واشنګټن غوښتنو ته غاړه کېنږدي یا امریکايي ځواکونو او متحدینو ته ګواښ دوام ومومي، د نورو پوځي اقداماتو امکان به پر خپل ځای پاتې وي.
سیاسي شنونکي وايي، چې د ټرمپ وروستۍ پرېکړه ښيي چې سپینه ماڼۍ هڅه کوي د پوځي فشار او ډیپلوماسۍ ترمنځ توازن وساتي. د دوي په وینا، واشنګټن نه غواړي جګړه داسې پړاو ته ولاړه شي چې په هغه کې د امریکا پوځي، اقتصادي او سیاسي لګښتونه نور هم لوړ شي، په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې د منځني ختیځ بې ثباتي د نړیوال اقتصاد او د تېلو پر بازارونو مستقیم اغېز کوي.
تر اوسه د سپینې ماڼۍ له خوا داسې رسمي اعلان نه دی شوی چې امریکا دې په بشپړ ډول د ایران پر ضد پوځي عملیات پای ته رسولي وي. برعکس، وروستي معلومات ښيي چې واشنګټن یوازې د جګړې د لا پراخېدو پلانونه موقتي ځنډولي او هڅه کوي د خبرو اترو له لارې کړکېچ راکم کړي، خو پوځي انتخاب یې لا هم پر مېز پاتې دی.


شال نیوز