میرام شاه : د شمالي وزیرستان ضلعي انتظامیې اعلان کړی دی چې ،د جولایۍ په ۲۶مه، په ضلعه کې د امنیتي ځواکونو د تګ راتګ له امله ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.
د ضلعي انتظامیې د خبرتیا له مخې، د سهار له ۵:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۷:۰۰ بجو پورې به په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو خوځښت روان وي. له همدې امله له خلکو غوښتنه شوې ده چې د ورځې لپاره خپل غیر ضروري تګ راتګ او ورځنۍ چارې وځنډوي او له قانون پلي کوونکو ادارو سره بشپړه همکاري وکړي.
انتظامیې همداراز ویلي دي چې د شپې له ۱۲:۰۰ بجو څخه د سهار تر ۵:۰۰ بجو پورې پر ولسي وګړو د تګ راتګ بندیز پر خپل ځای پاتې دی او له ټولو اوسېدونکو غوښتل شوي دي چې د خپلې خوندیتوب لپاره له یادو لارښوونو سره سم عمل وکړي.


صفدر داوړ