مردان : د مردان په یوه سیمه کې د ماربلو د کارخانې د کارکوونکو او ځايي خلکو ترمنځ د ماربلو د ملبې اچولو په سر نښته شوې، چې پکې ۱۱ کسان سخت ژوبل شوي دي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، شخړه ،د جولایۍ په ۲۶مه، هغه وخت پېل شوه چې د ماربلو د کارخانې له خوا په لاره د ماربلو ملبه اچول کېده. د دې پر سر د دواړو خواوو ترمنځ لفظي شخړه وشوه، چې وروسته په نښته واوښته.
په نښته کې ټول ژوبل شوي کسان د علاج لپاره مردان مېډیکل کمپلېکس (اېم اېم سي) ته رسول شوي دي. د پېښې له خبر سره سم د پولیسو درنه نفري سیمې ته ورسېده، حالات یې تر کنټرول لاندې راوستل او له ځایه یې څو کسان ونیول.
پولیس وایي، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.


پامیر جان