د افغانستان د تېر جمهوري نظام پر مهال د ملي راډیو او تلوېزیون پخوانی رییس اسماعیل میاخېل وایي، چې د طالب او طالباني فکر پر وړاندې درېدل د هر افغان ملي، اخلاقي او اسلامي مسوولیت دی.

 

میاخېل ،د جولایۍ په ۲۶مه، پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي دي چې د طالب فکر د دین په نوم ظلم، جهل، تبعیض او استبداد تپل غواړي او په وینا یې، دا فکر نه اسلامي دی، نه افغاني او نه هم انساني. هغه ویلي، چې د طالبانو د زور او وېرې دوره د پای په لور روانه ده او افغانستان به د ازادو او متحدو افغانانو هېواد وي.

 

اسماعیل میاخېل زیاته کړې ده چې د طالباني استبداد پر وړاندې چوپتیا بې‌ طرفي نه، بلکې له ظلم سره ملګرتیا ده، او اوس د درېدو، یووالي او مبارزې وخت رارسېدلی دی.

 

طالبانو تر اوسه د اسماعیل میاخېل د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. د نوموړي څرګندونې د هغه شخصي سیاسي دریځ منعکسوي.