تهران : د سیمې دوو سرچینو د امریکايي شبکې سي بي اېس ته ویلي دي، چې د عمان او ایران ترمنځ د هرمز تنګي او د دواړو هېوادونو د اړوندو سمندري اوبو د بیا پرانیستلو په اړه خبرې مثبت لوري ته روانې دي، خو وروستۍ هوکړې ته د رسېدو لپاره لا هم ډېرو ډیپلوماټیکو هڅو او وخت ته اړتیا ده.

 

د ،جولایۍ په ۲۶مه، خپاره شوي راپور له مخې، د عمان د چارواکو یو پلاوی ،د جولایۍ په ۲۴مه، تهران ته تللی و او له ایراني چارواکو سره یې په دې اړه خبرې کړې دي.

 

دا سفر په داسې وخت کې شوی دی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر ضد د هوايي بریدونو د درولو پرېکړه کړې وه. د راپور له مخې، تر دې مخکې دغه بریدونه دیارلس شپې پرله ‌پسې روان وو.

 

د سي بي اېس له سرچینو سره سم، هوايي بریدونه په قصدي ډول ودرول شول، څو د عمان په منځګړیتوب روانې مخامخ او حساسې ډیپلوماټیکې خبرې له خنډ سره مخ نه شي.

 

تر اوسه نه ایران، نه عمان او نه هم د امریکا حکومت په رسمي ډول د دغو راپورونو په اړه څه ویلي دي.