واخان : د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ په څو کلیو کې د اغا خان بنسټ په مالي او تخنیکي همکارۍ، او د ولسوالۍ د ادارې په همغږۍ، ۱۲۰ څاروي پر اړمنو کورنیو ووېشل شول.

 

د واخان ولسوالۍ ولسوال، مولوي وجه ‌الدین مظهري، د جولایۍ په ۲۶مه، ویلي دي چې په دې مرستو کې ۱۰۰ وزې له خپلو وړو سره او ۲۰ شیدې ورکوونکې غواګانې له خوسکیو سره شاملې وې.

 

د هغه په وینا، دغه مرستې د فطور، ورک، قاضي‌ ده، ورګند، سرحد بوغیل، چهلکد، پتوخ، نرس، خندود او یمت په کلیو کې د ولسوالۍ د ادارې او د اغا خان بنسټ د استازو په حضور کې ووېشل شوې.

 

چارواکي وايي، د دې پروګرام له مخې هرې مستحقې کورنۍ ته یا یوه وزه له خپل وړي سره او یا هم یوه شیدې ورکوونکې غوا له خپل خوسکي سره ورکړل شوې ده.

 

د مسؤلانو په خبره، د دې مرستو موخه د اړمنو کورنیو د ژوند د شرایطو ښه کول، د مالدارۍ پیاوړتیا او د واخان ولسوالۍ د لرې پرتو سیمو د اوسېدونکو د اقتصادي وضعیت ملاتړ دی.