هلمند : د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال، الحاج محمد ارسلاح خروټي، د یو کاري سفر په ترڅ کې هلمند ولایت ته تللی او هلته یې د یاد وزارت د ولایتي ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو سره لیدلي دي.

 

د وزارت له خوا ،د جولایۍ په ۲۶مه، خپرې شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې نوموړي د هلمند د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له رئیس سره د روانو پراختیایي پروژو د پلي کېدو څرنګوالي په اړه خبرې کړې او د کارکوونکو ستونزې او غوښتنې یې هم اورېدلې دي.

 

محمد ارسلاح خروټي له کارکوونکو غوښتي دي چې د خلکو د خدمت لپاره په اخلاص، صداقت او امانتدارۍ کار وکړي، د ریاست دروازې د خلکو پر مخ تل پرانیستې وساتي او د ولسونو غوښتنو ته پر وخت رسېدنه وکړي.

 

هغه زیاته کړې ده، چې افغانستان لا هم د پراخو رغنیزو او پرمختیايي کارونو اړتیا لري، نو کارکوونکي باید خپلو دندو ته پر وخت حاضر شي او ورسپارل شوې چارې د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې په مسؤلانه توګه ترسره کړي.