مینګوره : د خېبر ضلعې د لنډي کوتل لوبغاړو ،د جولایۍ په ۲۶مه، د سوات په مينګوره کې د ال پاکستان فل کانټکټ کراټې په ملي سياليو کې د غوره لوبو په وړاندې کولو سره د ټوليزې اتلولۍ مقام خپل کړ.

 

د پاکستان د فل کانټکټ کراټې بېلابېلو تنظيمونو له خوا جوړو شويو دغو سياليو کې د هېواد له بېلابېلو سيمو لوبغاړو ګډون کړی و. د لنډي کوتل لوبډلې د پاکستان کيوکوشن کان د څانګې مشر سېنسي حيات نذير تر روزنې لاندې سياليو کې برخه واخيسته او د ټولو لوبډلو ترمنځ يې د لومړي مقام وياړ ترلاسه کړ.

 

په انفرادي سياليو کې تحسين الله د اوپن وېټ په کټګورۍ کې د سرو زرو مډال وګاټه، عابد رضا هم په خپلې کټګورۍ کې لومړی مقام خپل کړ، علي رحمان درېيم مقام ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې نګار خان د ۶۵ کيلوګرامه او سديس خان د ۵۵ کيلوګرامه وزن په کټګوريو کې دويم مقامونه خپل کړل.

 

د دغې بريا وروسته په لنډي کوتل او د خیبر په نورو سيمو کې د خوښۍ فضا خپره شوې ده. ځايي اوسېدونکو، ټولنيزو فعالانو او د سپورټ مينه والو برياليو لوبغاړو او د هغوي روزونکو ته مبارکي ورکړې او ويلي يې دي چې د خیبر ځوانان نه يوازې په سپورټ، بلکې د زده کړو، قضا، ملکي خدمتونو، رسنيو او نورو برخو کې هم د پام وړ لاسته راوړنې لري.

 

د لنډي کوتل د کيوکوشن کان کراټې لوبډلې د امنيتي ځواکونو، اېف سي نارت او د خیبر رايفلز قوماندان کرنل سعيد احمد مننه کړې او ويلي يې دي چې د لوبغاړو د هڅونې، روزنې او په ملي سياليو کې د ګډون لپاره يې تل ورسره همکاري کړې ده.

 

د سپورټ اړوند شخصيتونو له حکومت څخه غوښتي دي چې د خیبر د بااستعداده ځوانانو د روزنې، عصري سپورټي اسانتياوو او ملاتړ لپاره لا زياتې پانګونې وکړي، څو هغوي وکولی شي په راتلونکو نړيوالو سياليو کې هم د پاکستان استازولي په برياليتوب ترسره کړي.