کرمه : د خیبر پښتونخوا د کرمې ضلعې په درګۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د ډرون برید له امله یو امنیتي سرتېری وژل شوی او ورپسې امنیتي ځواکونو په سیمه کې د بریدګرو د موندلو لپاره د لټون عملیات پېل کړي دي.
د پولیسو سرچینو د معلوماتو له مخې، ناپېژانده وسله والو ،د جولایۍ په ۲۶مه، د منځنۍ کرمې د درګۍ په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پوسته د ډرون په وسیله په نښه کړه، چې له امله یې د ځواکونو یو سرتېری الفاظ علي ووژل شو. ویل کېږي، وژل شوی سرتېری د پاکستان د سند صوبی د جهمپیر ښار اوسېدونکی و.
د پېښې له رامنځته کېدو وروسته اړوند امنیتي او ملکي چارواکي سیمې ته ورسېدل او امنیتي ځواکونو د بریدګرو د نیولو په موخه په شاوخوا سیمه کې د لټون عملیات پېل کړل.
بلخوا، د سیمې قبایلي مشر مسرت بنګش رسنیو ته ویلي دي، چې د دې ډول امنیتي پېښو له امله د تېرو دوو کلونو راهیسې د کرمې مرکزي لویه لاره تړلې پاتې ده، چې له کبله یې خلکو ته سختې ستونزې جوړې شوې دي.
هغه له حکومتي چارواکو وغوښتل چې د خلکو د تګ راتګ او ورځنیو ستونزو د هواري لپاره دې د کرمې مرکزي لویه لاره بې له ځنډه پرانیزي.
د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) ډلې د یاد برید مسولیت منلی دی.


علي افضل افضال