هلمند : د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د هلمند ولایت په موسی قلعه ولسوالۍ کې د څه باندې ۹۱ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۶۰ متره اوږد اوسپنیز کانکریټي پُل او ۱۲۰ متره جغلي اتصالي سړک د جوړولو چارې پېل شوې دي.
وزارت له خوا ،د جولایۍ په ۲۶مه، ویلی شوي دي، چې د پروژې د پرانیستې مراسمو کې د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي ویلي دي، چې پُل به د انجینري له معیارونو سره سم او د لوړ کیفیت لرونکو ساختماني موادو په کارولو جوړ شي او هڅه به وشي چې پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت زیاتوي، چې د پروژې د عملي کېدو پر مهال به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي، او له بشپړېدو وروسته به د موسی قلعه ولسوالۍ د اوسېدونکو د تګ راتګ او ترانسپورتي ستونزو په هواري کې مهم رول ولوبوي.


شال نیوز