خوست : د خوست ښاروالۍ د نږدې ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د خوست ښار د مردي خیلو سیمې د سړک او لښتیو د جوړولو پروژه په رسمي ډول پېل کړه.

 

د جولایۍ په ۲۶مه، د پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د خوست والي، الحاج مولوي عبدالرحمن حقاني، د دې پروژې هرکلی وکړ او ویې ویل چې د خوست د ټولو ولسوالیو د اوسېدونکو اړتیاوې راټولې شوې او د خپل وروستي رسمي سفر پر مهال یې له ریاست‌ الوزراء او اړوندو وزارتونو سره شریکې کړې دي.

 

هغه هیله وښوده چې په نږدې راتلونکي کې به د ولایت په بېلابېلو سیمو کې نورې پراختیايي پروژې هم پلې شي. حقاني زیاته کړه، چې ولایتي اداره د خلکو د ستونزو د حل او د بنسټیزو خدمتونو د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

د خوست ښاروال، الحاج حافظ عبدالرشید عمري، وویل چې دا پروژه د ښاروالۍ د ۱۴۰۵ مالي کال د رغنیزو پروژو برخه ده او نږدې ۲۱ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي. د هغه په وینا، له دې پروژې وروسته به د روان مالي کال په ترڅ کې نورې رغنیزې او بنسټیزې پروژې هم په پرله ‌پسې ډول پېل شي، څو د ښار زیربناوې پیاوړې او د ښاریانو ستونزې کمې شي.

 

د خوست ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري امریت امر، انجنیر رحمت الله ځواک، وویل چې په دې پروژه کې د ۱۷۰۰ مترو سړک، د دواړو غاړو ۳۴۰۰ متره لښتي، درې پلچکونه او نور اړین ساختماني کارونه شامل دي.

 

هغه زیاته کړه چې د پروژې چارې به د منظور شوي ډیزاین او تخنیکي معیارونو له مخې د «ولس» ساختماني شرکت له خوا ترسره شي.

 

د مردي خیلو سیمې اوسېدونکو د پروژې د پېل هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د سړک په جوړېدو سره به د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې او د سیمې ډېرې ورځنۍ ستونزې هوارې شي. هغوي له ښاروالۍ او قراردادي شرکت سره د بشپړې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.