واشنګټن : پاکستان له امریکا څخه د ۱۰ اربه ډالرو د مالي ملاتړ غوښتنه کړې، څو د هېواد د زر مبادلې ذخیرو ته ثبات ورکړي، د بهرنیو پورونو فشار  کم کړي او نړیوالو مالي بازارونو ته د اسلام ‌اباد بېرته ستنېدل اسانه کړي.

 

د رویټرز خبري اژانس د دوو باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی دی چې د پاکستان د خزانې وزیر محمد اورنګزېب دا غوښتنه د جولایۍ په ۲۱مه په واشنګټن کې د امریکا د خزانې له وزیر سکاټ بېسنټ سره د لیدنې پر مهال کړې ده. د راپور له مخې، پاکستان وړاندیز کړی چې امریکا دې د پنځو کلونو لپاره د زر مبادلې د ذخیرو د ثبات په موخه د ۱۰ اربه ډالرو یو ځانګړی مالي چوکاټ برابر کړي.

 

راپور زیاتوي، چې اسلام ‌اباد باور لري چې دغه مالي اسانتیا به د پاکستانۍ روپۍ په ثبات، د بهرنیو پورونو د ورکړې په وړتیا او د نړیوالو پانګه‌ والو د باور په بېرته ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. حکومت هڅه کوي چې د نړیوال وجهي صندوق ترڅنګ د خپلو مالي سرچینو تنوع هم زیاته کړي.

 

د امریکا د خزانې وزارت د جولایۍ په ۲۲مه خپره شوې اعلامیه کې د پاکستان د اقتصادي اصلاحاتو او نړیوالو مالي بازارونو ته د بېرته ستنېدو د هڅو هرکلی کړی، خو د ۱۰ اربه ډالرو د مالي ملاتړ د غوښتنې په اړه یې څه نه دي ویلي او نه یې د منلو یا ردولو اعلان کړی.

 

پاکستان په وروستیو کلونو کې د لوړو بهرنیو پورونو، د وارداتو د لګښتونو او د زر مبادلې د ذخیرو د کمېدو له امله له اقتصادي فشار سره مخ دی. اقتصادي شنونکي وايي، که امریکا دغه غوښتنه ومني، نو د پاکستان پر مالي وضعیت به لنډمهاله مثبت اغېز وکړي، خو د اوږدمهاله اقتصادي ثبات لپاره به لا هم ژور اقتصادي اصلاحات اړین وي.