فاریاب : د افغانستان د فاریاب ولایت امنیه قومنداني وایي، چې د دولت اباد ولسوالۍ په پته بابا سیمه کې د یوه باروړونکي او پاسو موټر د ټکر له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.
د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، پېښه ،د جولایۍ په ۲۷مه، سهار د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
چارواکي وایي، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.


شال نیوز