کابل : د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ملا شیر احمد حقاني ویلي دي، چې د بدخشان په ګډون د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو پر ضد د مخالفو وسله‌ والو ډلو د بریدونو ارزونه باید د احساساتو پر ځای د جګړې د اساسي عناصرو له مخې وشي.

 

حقاني ،د جولایۍ په ۲۷مه، په کابل کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له رسنیو او طالب پلوه سیاسي شنونکو وغوښتل چې د وروستیو بریدونو په اړه د پنځو مهمو عناصرو پر بنسټ څېړنه وکړي.

 

د هغه په وینا، په هره جګړه کې باید دا وکتل شي چې بریدګر څوک دي، مالي او لوژستیکي ملاتړ یې څوک کوي، کوم لوري هغوي ته پناه او اسانتیاوې برابروي، د بریدونو موخه څه ده او د جګړې په سیمه کې د خلکو ملاتړ تر کومې کچې ورسره مل دی.

 

حقاني دعوه وکړه چې د دغو پنځو عناصرو له ارزونې وروسته څرګندېږي چې د طالبانو مخالفو ډلو داسې کومه لاسته راوړنه نه ده کړې چې د پام وړ وبلل شي. نوموړي د طالبانو مخالفې وسله‌ والې ډلې په سختو ټکو یادې کړې او هغوي یې “قاتلان، قطاع ‌الطریق او ظالمان” وبلل. هغه زیاته کړه چې دغه ډلې د افغانستان د خلکو ترمنځ هېڅ ولسي ملاتړ نه لري.

 

خو دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې په وروستیو اوونیو کې د طالبانو مخالفو ډلو، په ځانګړي ډول د بدخشان ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې، د خپلو بریدونو او فعالیتونو د زیاتېدو دعوې کړې دي.

 

د سپاه میهن جبهې ویلي وو چې د بدخشان د یفتل ولسوالۍ ځینې برخې یې د څو ساعتونو لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې. همداراز د ازادۍ جبهې دعوه کړې چې د زیباک ولسوالۍ په نښتو کې یې د طالبانو دوه بې‌ پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.

 

له بلې خوا، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې هم دعوه کړې چې د بدخشان د کران او منجان ولسوالۍ په یوه برید کې یې د طالبانو یو غړی وژلی دی.

 

طالب چارواکو د دغو وروستیو دعوو ډېرې برخې رد کړې یا یې په اړه رسمي تأیید نه دی کړی، او د جګړې د دواړو لورو د دعوو خپلواکه او بې‌ طرفه تایید هم تر اوسه نه دی شوی.