کابل : د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار زوې، حبیبالرحمان حکمتیار، په بدخشان کې د طالبانو او د هغوي د مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ د وروستیو نښتو په تړاو ویلي دي، چې که طالبان د جګړې له لارې واک ته رسېدل خپل حق بولي، نو نورې ډلې هم حق لري چې د هېواد په سیاسي برخلیک کې د ونډې اخیستو لپاره مبارزه وکړي.
هغه ،د جولایۍ په ۲۶مه، د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي، چې هېڅوک نه شي کولی د طالبانو مخالفین د خپل مشروع حق څخه محروم کړي.
حبیب الرحمان حکمتیار دعوه کړې ده چې هېڅ افغان د ناامنۍ غوښتونکی نه دی، خو د هغه په وینا، په بدخشان کې وروستی امنیتي وضعیت د طالبانو د تګلارو پایله ده. نوموړي ویلي دي، چې طالبانو د ستونزو د حل معقوله لاره ونه منله، د واک انحصار یې غوره کړ او خپلې غوښتنې یې پر نورو وتپلې.
هغه خبرداری ورکړی دی چې له خپلو هېوادوالو سره دښمني ښيي جدي او ناوړه پایلې ولري. د هغه په وینا، که وضعیت نور هم خراب شي، تاریخ، ولس او نړیواله ټولنه به د دې وضعیت پړه پر طالبانو واچوي.
حبیب الرحمان حکمتیار دا هم ویلي دي، چې طالبانو ملي اردو، ملي شورا، ملي سرود، ملي مشروعیت او ملي کادرونه له منځه وړي دي، او اوس به څرګنده شي چې د روانې ناامنۍ پر وړاندې څومره وړتیا لري.
دا څرګندونې په داسې مهال شوې دي چې په وروستیو ورځو کې د بدخشان په ځینو سیمو کې د طالبانو او د هغوي د مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ د نښتو او بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي. طالبانو تر اوسه د حبیب الرحمان حکمتیار د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.


شال نیوز