پېښور : د خیبر پښتونخوا د افتونو د نظم ادارې (پي ډي اېم ای) ویلي دي، چې د جولایۍ له ۲۹مې څخه د اګست تر ۵مې پورې په بېلابېلو سیمو کې د موسمي بارانونو او ځینو ځایونو کې د سختو ورښتونو امکان شته.

 

د يادې ادارې له خوا ،د جولایۍ په ۲۸مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې تمه ده دغه بارانونه به تر ډېره د صوبې پر برنیو او مرکزي سیمو اغېز وکړي. د خبرپاڼې له مخې، د اګست له لومړۍ نېټې څخه د لوېدیځو هواګانو د لړۍ د پیاوړي کېدو امکان هم شته، چې ورسره د بارانونو شدت زیاتېدی شي.

 

پي ډي اېم ای ویلي دي، چې د سختو بارانونو له امله په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښویېدو او په سیندونو، خوړونو او نالو کې د ناڅاپي سېلابونو خطر موجود دی.

 

ادارې ټولو ضلعي انتظامیو او اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې ده چې د هر ډول احتمالي بېړني حالت پر وړاندې دې مخکې له مخکې چمتووالی ونیسي، د ژغورنې وسایل او عمله دې چمتو وساتي او د حساس ځایونو څارنه دې زیاته کړي.

 

په خبرپاڼه کې له خلکو، په ځانګړي ډول له غرنیو سیمو اوسېدونکو او سیلانیانو، غوښتنه شوې ده چې د هوا د حالاتو په اړه رسمي خبرتیاوې ګوري کړي او د سختو بارانونو پر مهال له غیر ضروري سفرونو او د سیلابي نالو له اوښتو ډډه وکړي.