کابل : د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل نوي درې‌ میاشتني راپور کې ویلي دي، چې د روان ۲۰۲۶م کال د اپرېل له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰مې پورې یې د پخوانیو افغان پوځیانو او دولتي چارواکو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو ګڼې پېښې مستندې کړې دي.

 

د جولایې په ۲۸مه، د خپور شوي راپور له مخې، په دې موده کې د اتو پخوانیو افغان پوځیانو د وژل کېدو پېښې ثبت شوې دي. یوناما همدارنګه ویلي دي، چې د لږ تر لږه ۲۹ پخوانیو افغان پوځیانو او پخوانیو دولتي چارواکو د خپل‌ سرو نیولو او توقیف پېښې یې مستندې کړې او د هغوي پر وړاندې یې د شکنجې او ناوړه چلند پنځه پېښې هم ثبت کړې دي.

 

یوناما خبرداری ورکړی دی چې هغه پخواني افغان پوځیان او دولتي چارواکي چې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان، څخه په جبري ډول افغانستان ته ستنېږي، لا هم د بشري حقونو د سرغړونو له جدي خطر سره مخ دي.

 

راپور د بېلګې په توګه یادونه کوي چې د اپرېل په لسمه، د افغانستان د ملي پوځ یو پخوانی افسر له ایران څخه په جبري ډول هرات ته واستول شو، خو د رسېدو په هماغه ورځ ورک شو. د هغه کورنۍ وایي، له هغه وخت راهیسې د نوموړي د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نه لري.

 

یوناما په راپور کې دا هم ویلي دي چې د تېر کال د میزان له نهمې نېټې څخه د روان کال د سرطان تر نهمې پورې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي نښتو او تاوتریخوالي له امله په افغانستان کې ۴۹۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۱,۲۱۶ نور ټپیان شوي دي.

 

یاد بنسټ له ټولو ښکېلو لورو غوښتي دي چې د نړیوالو بشري حقونو او بشردوستانه قوانینو درناوی وکړي، د خپل ‌سرو نیونو، شکنجې او غچ‌ اخیستونکو اقداماتو مخه ونیسي او د ټولو افغانانو، په ځانګړي ډول د پخوانیو پوځیانو، ملکي وګړو او خبریالانو حقونه خوندي کړي.

 

طالبانو تر اوسه د یوناما د دې وروستي راپور د موندنو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.