باجوړ : د باجوړ ډپټي کمشنر عدنان فرید د امنیتي اندېښنو له امله په ټوله ضلعه کې د یوریا سرې په اخیستو، خرڅولو، زېرمه کولو او وړلو راوړلو، او همدارنګه د چاودېدونکو موادو په اخیستو او خرڅولو د دفعه ۱۴۴ لاندې د ۳۰ ورځو لپاره بندیز لګولی دی.

 

د ډپټي کمشنر له دفتره ،د جولایۍ په ۲۸مه، په جاري شوي حکم کې ویل شوي دي، چې د دې پرېکړې مقصد د ولس د ځان او مال حفاظت، د امن او قانون برقرار ساتل او د هر ډول ناخوښه پېښو مخنیوی دی.

 

د حکم له مخې، امنیتي ادارو اندېښنه څرګنده کړې ده چې یوریا سره د کور جوړو چاودېدونکو بمونو (ایي اي ډي) او نورو ناقانونه فعالیتونو کې کارېدلی شي. همدې اندېښنې ته په کتو د یوریا سرې په بې کنټروله اخیستو، خرڅولو، زېرمه کولو او وړلو راوړلو بندیز ضروري ګڼل شوی دی.

 

په حکم کې ویل شوي دي چې د باجوړ ضلعې په حدودو کې د چاودېدونکو موادو اخیستل او خرڅول، او د یوریا سرې اخیستل، خرڅول او وړل راوړل سمدستي منع دي. چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د دې حکم سرغړوونکو پر ضد به د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې او نورو اړوندو قوانینو لاندې قانوني کارروایي کېږي.

 

د ډپټي کمشنر د دفتر په وینا، دا بندیز د ۲۰۲۶م کال د جولای له ۲۷مې نېټې نافذ شوی او د ۳۰ ورځو لپاره به پر ځای وي، خو د اړتیا په صورت کې یې موده کمول، غځول یا په حکم کې بدلون راوستل هم ممکن دي.