سوات : د سوات ضلعې د مټې په شلخو سر کې د پولیسو او وسله والو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده. د سوات پولیسو ویاند له خوا ،د جولایۍ په ۲۸مه، ویل شوي دي چې په نښته کې یو پولیس سرتېری ،ګلفام، وژل شوی.
د سوات پولیسو ویاند دعوه کړې ده چې د (ار پي او) ملاکنډ او (ډي پي او) سوات په مشرۍ کې د پولیسو او سي ټي ډي په روانو عملیاتو کې وسله والو ته دروند ځاني زیان اوښتی دی.
د ویاند په وینا، پولیسو او د ترهګرۍ ضد ادارې (سي ټي ډي) ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د لټون او تصفیې عملیات روان دي.
بلخوا، د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې د برید مسولیت منلی دی، خو تر اوسه د پولیسو او ټي ټي پي له خوا د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه تفصیلي معلومات ندي خپاره شوي.
شال نیوز به د دې پېښې نور جزییات له ترلاسه کېدو سره سم خپاره کړي.


عصمت علي اخون