کوټه : د پاکستان د قامي اسمبلۍ د مخالفې ډلې مشر، محمود خان اچکزي، په کوټه کې په خبري غونډه کې د هېواد پر سياسي، امنيتي او د بلوچستان پر روان وضعيت اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې په هېواد کې جمهوري ادارې کمزورې شوې او د ولس ستونزو ته پوره پاملرنه نه کېږي.
اچکزي وويل، چې د بلوچستان د ضلعو د نوي تنظيم بهير روان دی، خو د ده په وينا، د پښتنو سيمو وېش به ونه منل شي. هغه اعلان وکړ چې د اګست په ۲۹، ۳۰ او ۳۱مه به په کوټه کې يوه لويه جرګه راوبلل شي او ورپسې به د سپتمبر يا اکتوبر په مياشت کې د پښتونخوا وطن په کچه بله ستره جرګه هم جوړه شي، چې پکې به د پښتنو اړوند مهمې سياسي او ولسي مسئلې وڅېړل شي.
د مخالفې ډلې مشر وويل، چې په بلوچستان کې د بلوچ وسله والو ډلو او رياست ترمنځ تاوتريخوالی زيات شوی او د خلکو د سر او مال خونديتوب له جدي ګواښ سره مخ دی. هغه دعوه وکړه چې يو شمېر مزدوران وژل شوي، خو د دغو پېښو مسؤليت هېچا نه دی منلی. نوموړي د هنه اوړک او زيارت پېښو يادونه هم وکړه او ويې ويل چې له دغو پېښو وروسته هېڅ مسؤل چارواکي استعفا نه ده ورکړې.
محمود خان اچکزي دا دعوه هم وکړه چې د منګوچر په سيمه کې لسګونه موټرې سوځول کېږي، له باجوړ څخه تر وزیرستانه په خیبر پښتونخوا کې امنيتي وضعه خرابه شوې، پر ملي لارو له موټر چلوونکو څخه باج اخيستل کېږي او د هوايي سفر کرايې هم تر يو لک روپيو رسېدلې دي.
هغه تور ولګاوه چې د پښتنو سيمو ځمکې نورو ته وېشل کېږي، چې د ده په وينا، دا به هېڅکله ونه منل شي. نوموړي زياته کړه، چې د اګست په پنځمه، چې د پخواني وزيراعظم عمران خان د بند درې کاله پوره کېږي، په ټول هېواد کې به د احتجاجي تحريک پېل وشي.
اچکزي په خپلو خبرو کې د کشمير د خلکو پر ضد د تاوتريخوالي غندنه هم وکړه او ويې ويل چې ټول ولس بايد د کشمير له خلکو سره ودرېږي. نوموړي په پای کې وويل چې په پښتني سيمو کې به د خلکو د وژنې او د مالونو د زيانمنېدو اجازه ور نه کړي او زياته يې کړه چې پښتانه د خپلې خاورې او خپلو حقونو د دفاع توان لري.


نعيم اچکزئي