پاړاچنار : د کرمې ضلعې د پاکستان ـ افغانستان پولې په خوشکرم فورټ سیمه کې د ډزو په تبادله کې ټپي شوی د فېډرل کانسټبلري (اېف سي) لانس نایک یقین علي، چې په سرباز مشهور و، د جولایۍ په ۲۹مه، د اوږدې درملنې وروسته د ټپونو له امله مړ شوی دی.

 

د پولیسو سرچینو د وینا له مخې، یقین علي د روان کال د مارچ په میاشت کې د پولې د ساتنې پر مهال د ډزو په تبادله کې سخت ټپي شوی و. نوموړی له هغه وخت راهیسې په روغتون کې تر درملنې لاندې و، خو د ټپونو تاب یې رانه وړ او ساه یې ورکړه.

 

 

 

 

پولیس وایي، چې مړ شوی سرتېری د کرمې ضلعې د پاړاچنار د شلوزان علیشاري سیمې اوسېدونکی و او د فېډرل کانسټبلري په لیکو کې یې د پولې د امنیت دنده ترسره کوله.

 

د نوموړي د جنازې لمونځ د کرمې ضلعې د پاړاچنار په خواړ کالونۍ کې ادا شو او وروسته په خپل پلرني هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

 

تر اوسه د مارچ میاشتې د هغې سرحدي نښتې په اړه، چې یقین علي پکې ټپي شوی و، افغان چارواکو تازه غبرګون نه دی څرګند کړی.