کابل : د افغان طالبانو د لوړو زده‌ کړو وزیر، ندامحمد ندیم، په کابل کې د ترکیې له سفیر سادین ایلي‌ دیز سره په لیدنه کې له ترکیې غوښتي دي چې د افغانستان پوهنتونونو ته د تدریس لپاره ترکي استادان او د تدریسي روغتونونو لپاره متخصص ډاکټران واستوي.

 

د طالبانو د لوړو زده‌ کړو وزارت ،د جولایۍ د ۲۸مې، په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه لیدنه د وزیر په کاري دفتر کې شوې او دواړو لورو د لوړو زده ‌کړو او علمي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

 

د خبرپاڼې له مخې، ندیم له ترکیې غوښتنه کړې ده چې د طالبانو د لوړو زده‌ کړو وزارت اړوند تدریسي روغتونونه تجهیز کړي او د کابل د طبي علومو پوهنتون د علي‌ اباد تدریسي روغتون هغه دوه ودانۍ هم ورغوي چې پخوا د ترکیې په مالي ملاتړ جوړې شوې وې او اوس بیا رغونې ته اړتیا لري.

 

ندیم ویلي دي، چې افغانستان او ترکیه دوه ورور هېوادونه دي او د دین، تاریخ او فرهنګ ګډ ارزښتونه لري. د هغه په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته هم د دواړو هېوادونو ترمنځ علمي، اقتصادي، کلتوري او سوداګریزې اړیکې روانې دي.

 

هغه د افغانستان د لوړو زده ‌کړو د نظام په اړه هم معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې د هېواد په پوهنتونونو کې د لیسانس او ماسټرۍ پروګرامونه دوام لري. نوموړي زیاته کړې چې د “افغانستان نړیوال اسلامي پوهنتون” په نوم یو نړیوال پوهنتون هم فعالیت کوي، چې پکې کورني او بهرني استادان تدریس کوي.

 

د خبرپاڼې له مخې، د ترکیې سفیر ویلي دي چې د ترکیې پوهنتونونه کولی شي په خپلواک ډول له افغان پوهنتونونو سره علمي اړیکې ټینګې کړي او د همکارۍ هوکړه‌ لیکونه لاسلیک کړي. هغه د علي‌ اباد تدریسي روغتون د ودانیو د بیا رغونې د موضوع د تعقیب ډاډ هم ورکړ.

 

طالبانو تر دې مخکې هم څو ځله د هېواد د پوهنتونونو او روغتیايي بنسټونو لپاره د بهرنیو استادانو او متخصصینو د جلبولو غوښتنه کړې ده.

 

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د هېواد ګڼ شمېر پوهان، استادان او متخصص ډاکټران له افغانستانه وتلي دي. همدارنګه، د نجونو پر لوړو زده‌ کړو او د ښځو پر کار د بندیزونو له امله زرګونه ښځینه استادانې او ښوونکې له خپلو دندو او تدریسي فعالیتونو محرومې پاتې دي.

 

د بشري حقونو فعالان او یو شمېر دیني عالمان وایي، چې د ښځو او نجونو پر زده‌ کړو بندیزونه د افغانستان د لوړو زده‌ کړو پر نظام او د مسلکي کدرونو پر روزنه منفي اغېز کړی دی.