د نوو ټېکسونو پر ضد په خېبر ضلع کې د سوداګرو په غوښتنه بشپړ شټرډاون شوی. د لنډي کوتل، جمرود، باړې، تیرا او سخي پُل ټول لوی بازارونه تړلي پاتې شول. سوداګر وايي، په قبایلي سیمو کې د امن او اقتصادي ستونزو له امله نوي ټېکسونه د منلو وړ نه دي او له حکومت څخه د دغو ټېکسونو د بېرته اخیستو غوښتنه کوي.