بادغیس : د افغانستان د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، چې د دې وزارت د کلیو د ابادۍ مرستیال محمد ارسلاح خروټي د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د اوبو د زېرمه کوونکي بند د جوړېدو له پروژې لیدنه کړې ده.
د وزارت له خوا ،د جولایۍ په ۲۹مه، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي، چې دغه بند د بادغیس ولایت د مرکز قلعه نو ښار په شاوخوا ۷۰ کیلومترو کې موقعیت لري او د ۱۲.۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د وزارت له پراختیايي بودجې څخه جوړېږي.
د خبرپاڼې له مخې، بند ۳۲ متره لوړوالی لري او د درې میلیونه مکعب مترو اوبو د زېرمه کولو ظرفیت به ولري. وزارت وایي، چې دا پروژه د هېواد له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ده چې د قادس سیند د اوبو د مهار، د موسمي سېلابونو د مخنیوي او د سیمې د اوبو د سرچینو د ښه مدیریت لپاره به مهم رول ولوبوي.
د چارواکو په وینا، د دې بند له بشپړېدو وروسته به ۱۴۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي، د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا زمینه به برابره او د سیمې خلکو ته به د کار نوي فرصتونه رامنځته شي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د قادس د اوبو بند به د اوبو د خوندیتوب، د کرنې د دوامدارې ودې او د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په برخه کې هم مهم اغېز ولري.


شال نیوز