میرام شاه : د شمالي وزیرستان د میرام شاه تحصیل د کوچني دته خېلو کلي مشرانو او د ۲۰۱۴م کال د «ضرب عضب» پوځي عملیاتو اغېزمنو شویو اوسېدونکو اعلان کړی دی چې د میرام شاه بازار د ویجاړېدو له امله د دوکانونو، ځمکو او نورو زیانونو د تاوانونو په تړاو یې ټول پخواني شکایتونه، اعتراضونه او د تاوانونو د ورکړې د درولو غوښتنې بېرته اخیستې دي.
دغه اعلان ،د جولایۍ په ۲۹مه، په میرام شاه پرېس کلب کې د یوې خبري غونډې پر مهال وشو. غونډې ته د دته خېلو د اجرائیه کمېټۍ مشر عبدالخلیل وزیر، جمیل الدین، سخي الرحمان، عابد، انور او سید ولي محمد وینا وکړه.
ویناوالو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې د کلي ټولو مشرانو، سپین ږیرو، متاثره کورنیو او نورو اړوندو خواوو له اوږدو سلا مشورو او خپلمنځي تفاهم وروسته ټول اختلافات او شخړې په سوله ییز ډول هوارې کړې دي.
د دوي په وینا، د همدې هوکړې له مخې، هغه ټول عریضې، شکایتونه، اعتراضونه او سپارښتنې چې په بېلابېلو وختونو کې د اړوندو حکومتي ادارو سره ثبت شوې وې، اوس بېرته اخیستل شوې دي.
اعلامیه زیاتوي چې د میرام شاه د اجرائیه کمېټۍ، ضلعي انتظامیې او د هغوي د چارواکو پر ضد لګېدلي تورونه ناسم ثابت شوي، او په دې اړه له اړوندو کسانو څخه بښنه هم غوښتل شوې ده. د مشرانو په وینا، ټولو متاثره کسانو ته د دوکانونو او ځمکو د تاوانونو اړوند خپلې قانوني برخې په لیکلې بڼه سپارل شوې دي او د اجرائیه کمېټۍ ترسره شوي اقدامات هم د ټولو خواوو له لوري منل شوي دي.
د خبري غونډې ګډونوالو د خیبر پښتونخوا او پاکستان له حکومتونو، د بنو ډویژن له کمشنر، د شمالي وزیرستان له مرستیال کمشنر، د میرام شاه له اسسټنټ کمشنر، نېب، د ریلیف او بیا رغونې ادارې، د فساد ضد ادارې، ضلعي انتظامیې، د ریونیو چارواکو او نورو اړوندو ادارو وغوښتل چې د پخوانیو شکایتونو او اعتراضونو ټولې دوسیې تړلې وګڼي او د مستحقو کسانو د معاوضو د ورکړې پر وړاندې موجود اداري او قانوني خنډونه زر تر زره لرې کړي، څو خلکو ته خپل قانوني حقونه پر وخت ورسېږي.
مشرانو دا هم پرېکړه اعلان کړه چې که په راتلونکي کې هر څوک د کلي د ځمکو، جایدادونو، د ځمکو د تاوان یا د دوکانونو د معاوضو په بهیر کې د خنډ جوړولو هڅه وکړي، نو د کلي د ګډې پرېکړې او سیمه ییزو دودونو له مخې به ورسره چلند وشي.
دوي په پای کې ټینګار وکړ چې دا اعلامیه د دته خېلو د ټولو مشرانو، سپین ږیرو او اړوندو خواوو ګډ او متفق دریځ څرګندوي، او له حکومتي ادارو یې وغوښتل چې دغه پرېکړه د رسمي ریکارډ برخه وګرځوي او د تاوانونو د ورکړې بهیر نور له ځنډ پرته بشپړ کړي.


صفدر داوړ