نوشکي : د بلوچستان حکومت د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو له امله په نوشکي ضلعه کې د دفعه ۱۴۴ له مخې درې ورځنی ګرځبندیز نافذ کړی دی. د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه ګرځبندیز د جولایۍ د ۲۸مې نېټې د شپې له ۸ بجو پېل شوی او د جولایۍ تر ۳۱مې د شپې تر ۸ بجو به دوام ولري.
د حکم له مخې، د ګرځبندیز پر مهال به هېڅ وګړي ته د ضلعي انتظامیې له اجازې پرته له خپل کور څخه د وتلو یا د نوشکي ضلعې په حدودو کې د تګ راتګ اجازه نه وي. همدارنګه پر عامه غونډو، لاریونونو او غیر ضروري سفرونو هم بندیز لګول شوی دی.
چارواکي وايي، د نوشکي ډپټي کمشنر به د قانون پلي کوونکو ادارو سره په مشوره سرکاري کارکوونکو، بیړني روغتیايي پرسونل، ریسکیو ادارو، د عامه خدمتونو اړوند کارکوونکو او هغو کسانو ته چې د عامه ګټو لپاره تګ راتګ ته اړتیا لري، له ګرځبندیز څخه د استثنا اجازه ورکولی شي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي دي، چې د ضلعي استخباراتي همغږۍ کمېټۍ په راپور کې د جولایۍ په ۲۸مه د نوشکي پر ویسټرن بای پاس د ایف سي پر پوستې د شوي ترهګریز برید یادونه شوې، چې له امله یې امنیتي وضعیت ډېر حساس بلل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې، د قانون پلي کوونکو ادارو، مهمو دولتي تاسیساتو او د این–۴۰ ملي لویې لارې پر ضد د احتمالي ترهګریزو بریدونو د خطر د زیاتېدو له امله، د خلکو، دولتي او شخصي شتمنیو او مسافرو د خوندیتوب لپاره دغه اقدام شوی دی.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت دا هم ویلي دي چې د باور وړ استخباراتي معلوماتو له مخې د اګست میاشت کې د احتمالي ترهګریزو بریدونو خطر زیات اټکل شوی، له همدې امله په نوشکي ضلعه کې د احتیاطي امنیتي تدابیرو په توګه درې ورځنی ګرځبندیز نافذ شوی دی.


نعيم اچکزئي