هیپاټایټس نړیوالې ورځې په مناسبت په پېښور او ټوله خېبرپښتونخوا کې د دې ناروغۍ د مخنیوي، وختي تشخیص او عامه پوهاوي پر اهمیت ټینګار وشو. روغتیاپالان وایي چې د خوندي ستنو کارول، د وینې معاینه او د هیپاټایټس "بي" واکسین د ناروغۍ د خپرېدو په مخنیوي کې مهم رول لري. د روغتیا محکمې د ۲۰۲۴ کال د شمېرو له مخې، په خېبرپښتونخوا کې د هیپاټایټس "بي" او "سي" لسګونه زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي. راپور: بی ارشد


خالده نیاز