کابل : د افغانستان د تېر جمهوري نظام لوړپوړي پوځي چارواکي، جنرال سمیع سادات، وايي چې د افغانستان د درې رنګه ملي بیرغ د بیا رپېدو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي. سادات دغه څرګندونې ،د جولایۍ په ۲۹مه، چې پخوا په افغانستان کې د ملي بیرغ د ورځې په توګه نمانځل کېده، کړې دي.

 

نوموړي په خپلې اېکس ‌پاڼه کې د دې ورځې په مناسبت لیکلي: «د ملي بیرغ ورځ مو مبارک شه. د درې رنګه ملي بیرغ په فخر او غرور رپاندېدو لپاره مبارزه کوو.»


 



هغه زیاته کړې ده چې د کونړ، بدخشان، هلمند او د ټول افغانستان، د افغان ملت، د ځوانانو د هیلو او د هغو سرتېرو لپاره چې د هېواد لپاره یې قربانۍ ورکړې، ازادي او د درې رنګه ملي بیرغ رپېدل غواړي.

 

د افغانستان د ملي بیرغ ورځ تر ۲۰۲۱م کال پورې هر کال ،د جولایۍ په ۲۹مه، نمانځل کېده، خو د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د پخواني درې رنګه ملي بیرغ کارول او د دې ورځې رسمي نمانځنه بنده شوې ده.

 

طالبانو د افغانستان لپاره سپین بیرغ خپل رسمي ملي بیرغ اعلان کړی، په داسې حال کې چې د پخواني جمهوري نظام ګڼ پخواني چارواکي، سیاسي شخصیتونه او یو شمېر افغانان لا هم درې رنګه بیرغ د افغانستان د ملي هویت نښه بولي او د هغه د ساتلو ملاتړ کوي.