اسلام اباد : د پاکستان وفاقي حکومت د لوړې کچې انتظامي بدلونونو په ترڅ کې د کورنیو چارو وزارت وفاقي سیکتر، کپټن ریټایرډ محمد خرم اغا، له خپلې دندې لرې کړی او پر ځای یې احمد رضا سرور د نوي وفاقي سیکتر په توګه ټاکلی دی.
د اسټېبلشمنټ ډویژن له خوا ،د جولایۍ په ۲۹مه، خپور شوي رسمي نوټیفیکېشن له مخې، خرم اغا د اسټېبلشمنټ ډویژن ته راپور ورکولو ته موظف شوی، او احمد رضا سرور، چې تر دې وړاندې د پنجاب اېډېشنل چیف سیکتر و، د کورنیو چارو وزارت نوی وفاقي سیکتر ټاکل شوی دی.
د کورنیو چارو وفاقي سیکتر د پاکستان د امنیتي نظام یو له مهمو ملکي چارواکو څخه ګڼل کېږي. د دغه وزارت تر چتر لاندې د وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ایي ای) نادرا، د پاسپورټ او امیګرېشن ادارې، فرنټیر کانسټبلري، پاکستان رینجرز او د اسلام اباد د انتظامي چارو همغږي ترسره کېږي، چې له همدې امله دا څوکۍ د هېواد د امنیت او قانون د پلي کولو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.
دا بدلون په داسې وخت کې شوی دی چې پاکستان، په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا او بلوچستان، له سختو امنیتي ننګونو سره مخ دي. په وروستیو اوونیو کې په بنو، شمالي او سویلي وزیرستان، ټانک، باجوړ، کرمه او سوات کې د وسله والو بریدونو، امنیتي عملیاتو او لټونیزو عملیاتو لړۍ روانه ده. په بلوچستان کې هم په بارکهان، نوشکي او یو شمېر نورو سیمو کې د امنیتي پېښو، د وسله والو بریدونو او د دفعه ۱۴۴ له مخې د محدودیتونو له امله امنیتي تدابیر لا سخت شوي دي.
وفاقي حکومت د دغه بدلون کوم رسمي لامل نه دی اعلان کړی، خو د امنیتي چارو پوهان وايي چې د کورنیو چارو وزارت مشري په داسې حساس وخت کې بدلېږي چې د هېواد امنیتي وضعیت د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. تر اوسه داسې کوم رسمي شواهد نه دي وړاندې شوي چې دا بدلون په مستقیم ډول له وروستیو امنیتي پېښو سره تړاو ولري.


شال نیوز