نوښار : د خیبر پښتونخوا د نوښار د مصري بانډې په سیمه کې ،د جولایۍ په ۲۹مه، د دویم واده پر سر د کورنۍ شخړې په پایله کې یو سړی او د هغه دویمه مېرمن په خپل کور کې په ډزو وژل شوي دي. د مصري بانډې تاڼې د پولیسو په وینا، په پېښه کې ۳۰ کلن مطیع الله او د هغه ۲۲ کلنه دویمه مېرمن ناظمه وژل شوي دي. بریدګر له پېښې وروسته تښتېدلي دي.

 

پولیس وایي، مطیع الله له ناظمې سره تر دویم واده وروسته، د هغه لومړۍ مېرمن فرمین خپه شوې وه او د خپل پلار کور ته د سوات سیمې ته تللې وه. د وژل شوي مطیع الله پلار او د مقدمې مدعي رضا خان ویلي دي، چې دوي څو ځله د جرګو له لارې هڅه کړې وه چې لومړۍ مېرمن بېرته کور ته راولي، خو د هغې د کورنۍ غړو ورته ویلي وو چې مطیع الله به ژوندی پرېنږدي.

 

د دواړو وژل شویو جسدونه د پوسټ مارټم لپاره د قاضي حسین احمد مېډیکل کمپلېکس نوښار ته لېږدول شوي دي.

 

د پوسټ مارټم له بشپړېدو وروسته، د مصري بانډه تاڼې پولیسو د مقتول د دوو اوخو، علي رحمان او عمر رحمان، پر ضد د دوه ګوني قتل مقدمه ثبت کړې او د هغوي د نیولو هڅې روانې دي.