کابل : د طالبانو حکومت اعلان کړی دی چې له پاکستان څخه افغانستان ته د درملو واردات په بشپړ ډول درول شوي او له دې پرېکړې سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ،د جولایۍ په ۲۹مه، په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د پاکستاني درملو واردات په بشپړه توګه بند شوي دي او که څوک یې په قاچاقي ډول هېواد ته د راوړلو هڅه وکړي، پر ضد به یې جدي اقدامات وشي.
د طالبانو د مالیې وزارت ویاند عبدالقیوم نصیر هم ویلي دي، چې د اقتصادي مرستیالۍ د پرېکړې له مخې له پاکستان سره سوداګري درول شوې، اړوند ګمرکونه تړل شوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو تګ راتګ نه ترسره کېږي.
هغه زیاته کړه، چې د خوراکي توکو، درملو او طبي وسایلو د قاچاق د مخنیوي قانون له مخې به د پاکستاني توکو او درملو قاچاق کوونکو سره قانوني چلند وشي او نیول شوي قاچاقي توکي به له منځه یوړل شي.
په کابل کې د درملتونونو ځینو مسوولانو هم ویلي دي، چې د پاکستاني درملو واردات بند شوي دي او هغه درمل چې له نورو هېوادونو واردېږي، د کیفیت له پلوه د کارونې وړ دي. د طالبانو حکومت ویلي دي، چې دا پرېکړه د عامې روغتیا د خوندي کولو او د درملو د کیفیت د ښه والي لپاره شوې ده.


شال نیوز