هنګو : د خیبر پښتونخوا د هنګو ضلعې د خزینې پر پولیسي پوستې ،د جولایۍ په ۲۹مه، د وسله والو په پراخ برید او ورپسې د څو ساعتونو نښتې په ترڅ کې د ډي اېس پي دیار خان په ګډون ۱۰ پولیس سرتېري وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

 

د کوهاټ د سیمې د پولیسو مشر (ار پي او) عرفان طارق ویلي دي، چې پولیسو د ضلعي پولیس افسر (ډي پي او) طارق حبیب په مشرۍ د بریدګرو پر ضد سخت مقاومت وکړ او د ځوابي عملیاتو پر مهال یې ۸ وسله وال ووژل او ۶ نور یې ټپیان کړل.

 

د هغه په وینا، د عملیاتو پر مهال د ډي اېس پي مجاهد حسین په ګډون ۲۳ پولیس ټپیان شول، او د خزینې پوستې په لومړني برید کې ۵ نور پولیس هم ژوبل شول، چې له دې سره د ټپیانو ټولیز شمېر ۲۸ ته ورسېد.

 

د وژل شویو پولیسو په ډله کې ډي اېس پي دیار خان، اې اېس ایي کفایت الله، اې اېس ایي قاصد علي، لاین هیډ کانسټېبل ثناء الله، هیډ کانسټېبل امتیاز، کانسټېبل مدثر، کانسټېبل شعبان علي، کانسټېبل صمد، کانسټېبل سعید خان او کانسټېبل ندیم شامل دي.

 

ار پي او عرفان طارق وویل، چې د هنګو پولیسو د سختو شرایطو سره سره په مېړانه د بریدګرو مقابله وکړه او د هغوي برید یې شنډ کړ. هغه د وژل شویو او ټپیانو پولیسو قربانۍ وستایلې او ویې ویل چې د هغوي سرښندنې به تل د ویاړ وړ وي.

 

پولیسو د پېښې له ځایه د سیمې د پاکولو او د احتمالي پاتې بریدګرو د نیولو لپاره لټونیز عملیات پېل کړي دي. چارواکي وایي، چې د برید د څرنګوالي او د بریدګرو د شبکې په اړه پلټنې روانې دي.

 

بلخوا، د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر ،محمد سهیل اپریدي، د هنګو دوره کړې او د وژل شویو پولیس سرتیرو د کورنیو سره یې غمرازي کړې. په دې موقع اعلا وزیر برید په سختو ټکو غندلی او د سیمي د امنیتي وضیعت تفصیلي جاج یې اخیستی.

 

همدا مهال، د صوبې د اطلاعاتو وزیر ،شفیع جان، هم په پېښور کې د لیډي ریډنګ روغتون دوره کړې او د ټپي شویو پولیس سرتېرو پوښتنه یې کړې ده.

 

د یاد برید مسولیت د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) وسله والې ډلې منلی دی.