کابل : د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې خبریال او د رسنیو فعال بشیر هاتف له څه باندې یوه کال بند وروسته د طالبانو له بګرام زندانه خوشی شوی او په کابل کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی. دغه مرکز ،د جولایۍ په ۲۹مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې هاتف د جولای په ۲۳مه له بګرام زندانه خوشی شوی دی.

 

د خبرپاڼې له مخې، بشیر هاتف د ۲۰۲۵م کال د جولایۍ په ۲۳مه په کابل کې د طالبانو د استخباراتو او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د کارکوونکو له خوا نیول شوی و. هغه وروسته د طالبانو د استخباراتو د پوځي محکمې له خوا د طالبانو د حکومت پر ضد د تبلیغاتو په تور په یو کال بند محکوم شوی و.

 

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي دي چې هاتف ته د مدافع وکیل د لرلو او عادلانه محاکمې حق نه و ورکړل شوی او د هغه د نیولو او بندي کولو پر مهال یې بنسټیز حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

 

بشیر هاتف د افغانستان له پخوانیو خبریالانو او رسنیزو فعالانو څخه دی. هغه د خبریالانو د اړیکو او روزنې مرکز بنسټګر دی او د افغانستان د خبریالانو او رسنیزو بنسټونو د فدراسیون د مشرتابه پلاوي غړیتوب یې هم کړی دی.

 

هاتف له شکیب احمد نظري، چې د جاپان له اېن ‌ټي‌ وي ټلوېزیون سره یې کار کاوه، او د توانا خبري اژانس له مسوول ابوذر صارم سرپلي سره یوځای نیول شوی و. د خبریالانو مرکز وايي، چې نظري او سرپلی لا هم د طالبانو په بند کې دي.

 

مرکز د بشیر هاتف د خوشي کېدو هرکلی کړی، خو ویلي یې دي چې په افغانستان کې لږ تر لږه دوه نور خبریالان او یو رسنیز فعال لا هم د تبلیغاتو او د رسنیزو فعالیتونو اړوندو تورونو له امله بندیان دي.

 

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي دي چې ټول بندیان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بې له شرطه خوشي کړي، د خبریالانو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي او اجازه ورکړي چې هغوي له ګواښ، فشار، سانسور او د نیول کېدو له وېرې پرته خپل مسلکي کار ته دوام ورکړي.

 

طالبانو تر اوسه د بشیر هاتف د خوشي کېدو او د خبریالانو د مرکز د څرګندونو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.