باجوړ : د پاکستان تحريک انصاف مرکزي مشره ،عليمه خان، نن، د جولایۍ په ۳۰مه، د يو ورځني سفر په ترڅ کې باجوړ ته رسېږي، چې ټاکل شوې د خار بازار په يوه ولسي غونډه کې وينا وکړي.
د ګوند د ځايي مشرانو په وينا، د عليمه خان د هرکلي لپاره د پاکستان تحريک انصاف د باجوړ ضلعي صدر او پخواني د قامي اسمبلۍ غړي حاجي ګل داد خان په مشرۍ د ګوند يو کاروان له انصاف هاوس څخه روان شوی دی.
چارواکي وايي، چې د عليمه خان د هرکلي لپاره د باجوړ په بېلابېلو سيمو کې د هرکلي دروازې جوړې شوې دي او د ګوند غړو هم د هغې د راتګ لپاره بشپړ چمتووالی نيولی دی.
ټاکل شوې ده چې عليمه خان د خپل سفر پر مهال د خار بازار په ولسي غونډه کې د ګوند له غړو او پلويانو سره وګوري او د پاکستان پر روان سياسي وضعيت او د پاکستان تحريک انصاف د راتلونکو چارو په اړه خپله وينا وکړي.


حسبان الله باجوړې