واړه ماموند : د باجوړ د واړه ماموند تحصیل په لوي خرکي سیمه کې ناڅرګنده کسانو د قبایلي مشر ،ملک شاه محمود، د کور مرکزي دروازه په بارودي موادو الوځولې ده.
د باجوړ پولیسو ډي ایس پي نیاز محمد ویلي دي، چې پېښه ،د جولایۍ د ۲۹مې او ۳۰مې، ترمنځ د شپې شوې او چاودنې د کور دروازې ته زیان رسولی، خو په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تر اوسه کومې ډلې د برید ذمه واري نه ده منلې او د پېښې د انګېزې په اړه هم معلومات نه دي ترلاسه شوي. پولیس وایي چې د پېښې له ځایه شواهد راټولول او پلټنې دوام لري.


حسبان الله باجوړې