قشم : د ایران د هرمزګان ولایت چارواکي وايي، چې د قشم ښار د چاهتنګو په سیمه کې د یوه استوګنیز کور پر وړاندې د امریکا په برید کې د یوې پنځه کسیزې کورنۍ درې غړي وژل شوي او دوه ماشومان ټپیان شوي دي. دغه پېښه د امریکا او ایران ترمنځ د روانو پوځي نښتو په لړ کې شوې ده.
د چارواکو په وینا، د برید پر مهال د کورنۍ ټول پنځه غړي په کور کې موجود وو. د لومړنیو معلوماتو له مخې، پلار، مور او د هغوي یو ماشوم وژل شوي، خو دوه نور ماشومان تر نړېدلو ودانیو لاندې ژوندي را ایستل شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د هرمزګان د بېړنیو پېښو د مدیریت مشر مهرداد حسن زاده ویلي دي، چې د ژغورنې او اوروژنې ډلې سیمې ته رسېدلې، د لټون او اوارو د پاکولو عملیات یې بشپړ کړي او ټپیان یې روغتیايي مرکزونو ته انتقال کړي دي.
بل لور ته، سیمه ییز چارواکي وايي چې د برید د څرنګوالي او هدف په اړه پلټنې روانې دي. تر اوسه امریکايي چارواکو د قشم د دې ځانګړې پېښې په اړه جلا رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو د امریکا پوځ ویلي دي چې د ایران پر بېلابېلو پوځي او دفاعي اهدافو یې تازه بریدونه کړي دي.


شال نیوز