هرات : په هرات کې راپورونه وايي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبانو ،د جولایۍ په ۲۹مه، ماښام د ښار په بېلابېلو سیمو کې د حجاب د نه مراعت په تور پنځه ښځې نیولې دي.
د راپورونو له مخې، یوه ښځه هغه مهال ونیول شوه چې له خپل مېړه سره د زیتون مال د موټرو له تمځای څخه د وتلو په حال کې وه. ویل کېږي، چې طالبانو هغه له موټره ښکته کړه او له ځان سره یې بوتله، خو مېړه ته یې اجازه ور نه کړه چې له موټره راکوز شي. د سرچینو په وینا، یادې ښځې د نیول کېدو پر مهال مقاومت هم کړی و.
راپورونه زیاتوي چې د طالبانو محتسبانو وروسته د الماس شرق سوداګریز مرکز ته هم ورغلل او هلته یې یوه بله ښځه ونیوله. همدارنګه یوه ښځه د هرات د ۶۴ متره سړک پر غاړه او دوه نورې د پل رنګینه په سیمه کې د حجاب د نه مراعت په تور نیول شوې دي.
په وروستیو اونیو کې په هرات کې د حجاب د نه مراعت په تور د ښځو د نیولو ورته پېښې هم راپور شوې دي. د راپورونو له مخې، د دغو نیونو پر ضد تر دې مخکې په هرات کې احتجاجونه هم شوي وو، چې ویل کېږي طالبانو په زور پای ته رسولي وو.
طالبانو تر اوسه د دغو وروستیو راپورونو په اړه رسمي دریځ نه دی خپور کړی او شال نیوز هم دا دعوې په خپلواکه توګه نه دي تایید کړې.


شال نیوز