د پاراچنار اوسېدونکي ۳۱ کلن قیصر عباس د کوه سفید په غرونو کې د “څپري بنګلې” په نوم ۹,۹۴۱ فوټه لوړې او سختې غرنۍ سیمې ته په موټرسایکل رسېدلی او نوی ریکارډ یې خپل نوم کړی دی. ویل کېږي چې دا لومړی ځل دی چې یو موټرسایکل سپور له خپل موټرسایکل سره دې لوړې څوکې ته رسېږي. په دې راپور کې د دغه ځانګړي سفر، د لارې د ستونزو او د قیصر عباس د دې لاسته راوړنې بشپړ جزییات وګورئ.


مصطفی خان