تربت : د پاکستان د بلوچستان صوبې د کیچ ضلعې د تربت ښار په ناصر اباد سیمه کې د هغو شپږو مزدورانو مړي موندل شوي دي چې دوه ورځې وړاندې د ناڅرګنده وسله‌ والو له خوا تښتول شوي وو.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د رسنیو مرستیال بابر یوسفزي ،د جولایۍ په ۳۰مه، ویلي دي، چې موندل شوي مړي د هماغو شپږو مزدورانو دي چې د کیچ ضلعې د کلاتک سیمې څخه تښتول شوي وو.

د نوموړي په وینا، په وژل شویو مزدورانو کې څلور د پنجاب او دوه د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي وو. د پولیسو د سرچینو په وینا، وسله‌ والو په ټولیز ډول اووه مزدوران تښتولي وو. سرچینې زیاتوي، چې له دغو اوو کسانو څخه یو یې د تښتونې پر مهال په ډزو وژلی و، خو پاتې شپږ کسان یې له ځان سره بیولي وو.

د پولیسو په وینا، وسله‌ والو وروسته دغه شپږ واړه مزدوران هم وژلي او مړي یې د تربت د ناصر اباد په سیمه کې غورځولي دي. پولیسو مړي د قانوني طبي معاینې (پوسټ مارټم) لپاره د تربت ښوونیز روغتون ته لېږدولي او وایي چې د پېښې پلټنې روانې دي.