کابل : د افغانستان لپاره د بریتانیا د ځانګړي استازي له مرستیال ،ایډ هېډلي، سره په کتنه کې د طالبانو د ریاست ‌الوزرا د دفتر عمومي رییس ،عبدالواسع، ویلي دي چې ستونزې په تندو خبرو او دښمنۍ نه حل کېږي او د دوي حکومت له ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

 

د طالبانو د ریاست ‌الوزرا د دفتر عمومي ریاست ،د چولایۍ په ۳۰مه، په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې عبدالواسع او ایډ هېډلي په کابل کې د ارګ په ماڼۍ کې لیدلي دي.


 



خبرپاڼه د عبدالواسع له قوله وايي چې د هېوادونو ترمنځ اړیکې د تګ راتګ او متقابلو تعاملاتو له لارې پیاوړې کېږي. نوموړي دعوه کړې چې طالبان خپلې دندې او مسوولیتونه په مناسب ډول ترسره کوي.

 

هغه افغانستان ته د بریتانیا له بشري مرستو څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې طالبان له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ښه تعامل غوښتونکي دي.

 

د طالبانو د دفتر د عمومي رییس په وینا، دوي له بشري مرستندویه بنسټونو سره اړینه همکاري کړې، څو بشري مرستې اړمنو کورنیو ته په شفاف، عادلانه او پر وخت ډول ورسېږي.

عبدالواسع همداراز ویلي دي چې طالبان د افغانستان د خلکو ستونزې درک کوي او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره د دغو ستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

 

د بریتانیا له لوري په دې لیدنه کې د ایډ هېډلي د څرګندونو جزیات د طالبانو په خبرپاڼه کې نه دي ورکړل شوي.