اسلام ‌اباد : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي، چې هغه افغان وګړي چې قانوني ویزه یا د سفر معتبر اسناد لري، له پاکستانه نه دي ایستل شوي.

 

د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ،د جولایۍ په ۳۰مه، د اوونیزې خبري غونډې پر مهال وویل، چې د «ایي اېف ار پي» یا افغان تابعیت د بیاکتنې پروګرام له مخې د شاوخوا ۸۹ زره افغان وګړو پر دوسیو لا هم کار روان دی.

 

نوموړي زیاته کړه چې د بشري پاملرنې له مخې نږدې ۱۶ زره افغان ښځو، ماشومانو او د عمر خوړلو کسانو ته په پاکستان کې د پاتې کېدو موده غځول کېږي.

 

پاکستان له تېرو درې کلونو راهیسي د افغان کډوالو د هېواد ته ستنولو بهیر چټک کړی دی او د ملګرو ملتونو د انساني حقوقو کمیشن د راپورونو له مخې د کال ۲۰۲۳م راهیسې د ۲ میلیونه نه زیات افغان وګړي هېواد ته ستانه شوي دي.

 

د پاکستان چارواکي وایي چې د ناقانونه وسېدونکو پرضد اقدامات د امنیت سره تړلي دي خو بل خوا د ملګرو ملتونو کډوالو او انساني حقوقو کمیشنونو وخت په وخت په دې بهیر نیوکې کړې دي او غوښتنه یې کړې ده چې د افغان کډوالو د ستنولو په بهیر کې د وګړو بنیادي حقوق او خوندیتوب په پام کې ونیسي.