میرام شاه : د شمالي وزیرستان د شخړو د هواري کمېټۍ په هڅو د شاوخوا پنځو تر شپږو کلونو پورې روانه شخړه د دواړو لورو په رضا او روغې جوړې پای ته ورسېده.
د پولیسو د خبرپاڼې له مخې، دا روغه جوړه ،د جولایۍ په ۳۰مه، د شمالي وزیرستان د ضلعي پولیسو مشر ،سجاد حسین، په لارښوونه د شخړو د هواري کمېټۍ د مسوول ،لایق مرجان، او د کمېټۍ د غړو په هڅو ترسره شوه.
د معلوماتو له مخې، د سلیم الله او د هغه د ملګرو او د عصمت الله ترمنځ د ګډې دندې پر سر له څو کلونو راهیسې اختلاف روان و. د شخړو د هواري کمېټۍ غړي ملک حبیب خان همزوني او د میرام شاه د کمېټۍ مشر محمد فیاض د پرله پسې منځګړیتوب له لارې دواړه لوري روغې جوړې ته حاضر کړل.
دواړو لورو د شمالي وزیرستان د شخړو د هواري کمېټۍ د فعالیت ستاینه وکړه او د ضلعي پولیسو مشر سجاد حسین، د کمېټۍ له مسوول او ټولو غړو یې مننه وکړه. هغوي وویل، چې د شخړو د سوله ییز حل دا ډول هڅې د خلکو د ستونزو په هواري او د ټولنیز یووالي په پیاوړتیا کې مهم رول لري.


صفدر داوړ