پېښور : په لیبیا کې د بې درکه شویو د خیبر پښتونخوا د ځوانانو کورنیو د جولایۍ په ۳۰مه په پېښور پریس کلب کې خبري غونډه وکړه او له پاکستاني حکومت یې وغوښتل چې د خپلو عزیزانو د موندلو او خوندي راستنولو لپاره دې عاجل او عملي ګامونه پورته کړي.

 

د کورنیو په وینا، د ۲۰۲۵م کال له دسمبر راهیسې ۳۷ پاکستانیان، چې ډېر یې د خیبر پښتونخوا د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي، په لیبیا کې بې درکه دي او تر اوسه یې د برخلیک په اړه کوم رسمي معلومات نه دي ترلاسه شوي.

 

د یو بې درکه ځوان ماما، نواب علي، شال نیوز ته وویل، چې د هغه خوراې لومړی سعودي عربستان او وروسته لیبیا ته تللی و. د نوموړي په وینا، د ۲۰۲۵م کال د دسمبر په ۱۸مه یې له کورنۍ سره وروستۍ اړیکه شوې وه او له هغې ورځې راهیسې یې هېڅ درک نه لګېږي.

 

نواب علي وویل، چې کورنۍ یې له نږدې یو کال راهیسې له سختو ذهني ستونزو سره مخ ده او هره ورځ د خپل عزیز د برخلیک په اندېښنه کې ژوند کوي. د هغه په خبره، که څه هم خوراې یې په غیرقانوني لاره اروپا ته د تګ هڅه کړې، خو په هېواد کې د کار او روزګار نشتوالی د دې پرېکړې یو مهم لامل و.

 

په خبري غونډه کې د بېدرکه شویو نورو ځوانانو خپلوانو هم وویل چې د خپلو عزیزانو د موندلو لپاره یې له اړوندو حکومتي ادارو سره څو ځله اړیکې نیولي، خو تر اوسه یې غوښتنو ته عملي ځواب نه دی ورکړل شوی. دوي وویل، چې د خپلو اولادونو او خپلوانو د بې درکۍ له امله له سختو ذهني او اقتصادي ستونزو سره مخ دي او له پاکستاني حکومت غواړي چې د لیبیا له چارواکو سره په ګډه د دغو ځوانانو د موندلو او خوندي بېرته راستنولو لپاره جدي اقدامات وکړي.

 

د کډوالۍ نړیوال سازمان مېسنګ مایګرېنټ پراجېکټ د کال ۲۰۲۶م د راپور له مخې یوازې په ۲۰۲۵م کال کې لږ تر لږه ۱۰۹ پاکستانیان اروپا او نورو هېوادونو ته د غیرقانوني کډوالۍ پر مهال مړه یا بې درکه شوي دي. دغه سازمان وایي، چې د غیرقانوني کډوالۍ د پټ طبیعت له امله د قربانیانو اصلي شمېر ښیي له ثبت شویو شمېرو هم لوړ وي.

 

په لیبیا کې د بې درکه شویو پاکستانیانو د برخلیک په اړه تر اوسه کوم رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو کورنۍ یې هیله لري چې د حکومت او اړوندو ادارو په هڅو به زر د خپلو عزیزانو درک ولګېږي.