کوټه : د بلوچستان د صوبايي پلازمېنې کوټې په څنډه کې د سورینج او سپین کاریز په سیمه کې ،د جولایۍ په ۳۰مه، د پاکستان منرل ډېولپمنټ کارپورېشن د سکرو په کان کې له چاودنې وروسته د ژغورنې عملیات ترسره شوي، او د پېښې له ځایه د ۳۴ کان ‌کېندونکو مړي را ایستل شوي دي.

 

د ژغورنې ډلې د درنو ماشینونو او ځانګړو وسایلو په مرسته د کان دننه لوېدلې خاوره او کاڼي لرې کړل، خو د مېتان ګاز، د اکسیجن د کموالي او د کان د ژورو برخو د نړېدو له امله عملیات له سختو ستونزو سره مخ کړل او د عملیاتو ترسره کېدو تر ۲۴ ساعته شاوخوا وخت واخیستل.

 

چارواکي وايي، چې په عملیاتو کې د ضلعي انتظامیې، د بلوچستان د افتونو په وړاندې د نظم ادارې، د کانونو د محکمې، ژغورونکو ادارو او پي‌ اېم‌ ډي‌ سي کارکوونکو برخه واخیسته.

 

لومړني معلومات ښيي چې چاودنه ښیي په کان کې د مېتان ګاز د راټولېدو له امله شوې وي، خو چارواکو ویلي دي، چې د پېښې د کره لامل معلومولو لپاره به بشپړه پلټنه کېږي. نړیوالو خبري سرچینو تر دې مخکې د ۳۲ مړو او لسو بند پاتې کان‌ کېندونکو خبر ورکړی و، خو د ژغورنې عملیاتو نه سره د ۳۴ کسانو پخلی شوی دی.

 

د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي د پېښې په اړه له اړوندو چارواکو سمدستي راپور غوښتی، او ویلي یې دي، چې ټپیانو ته دې غوره طبي اسانتیاوې برابرې او د پېښې په اړه دې پلټنې وشي، څو د احتمالي بې‌ غورۍ او سرغړونو مسؤلان په ګوته شي.

 

د بلوچستان د کانونو او معدني زېرمو صوبايي وزیر میر شعیب نوشېرواني ویلي دي، چې حکومت به د هر مړه شوي کان‌ کېندونکي کورنۍ ته پنځه لکه روپۍ مالي مرسته ورکوي. نوموړي د کانونو د خوندیتوب د انتظاماتو د بیاکتنې ژمنه هم کړې ده.

 

د کان‌ کېندونکو د مزدورانو اتحادیې شک څرګند کړی دی چې پېښه د خوندیتوب د اصولو د نه عملي کېدو او بې‌ غورۍ له امله شوې ده. اتحادیې له حکومته غوښتي دي چې د پېښې رڼه پلټنه وکړي او د کانونو د خوندیتوب قوانین په جدي توګه عملي کړي.

 

د پېښې له امله په سیمه او د مړو کان‌ کېندونکو په پلرنیو کلیو کې د غم فضا ده. د وژل شویو د ډلې ډېر کان‌ کېندونکي د خیبر پښتونخوا د شانګلې اوسېدونکي بلل کېږي چې پکې د ديرو مړي سیمي ته استول شوي دي.