واڼا : د کوز سویلي وزیرستان ضلعي انتظامیې د امنیتي ګواښونو په اړه د باوري استخباراتي معلوماتو تر ترلاسه کېدو وروسته د ۱۴۴مې مادې لاندې تازه حکم جاري کړی دی، چې له مخې یې د امنیتي ځواکونو او پولیسو پوستو، تاڼو او نورو ودانیو ته نږدې د ولسي ګاډو پر تګ راتګ، درولو او ولاړېدو بندیز لګېدلی دی.
د ضلعي انتظامیې په وینا، دا حکم ،د جولایۍ په ۲۸مه، نافذ شوی او تر ۳۰ ورځو به عملي وي. په حکم کې ویل شوي دي، چې هر موټر چلوونکی باید د امنیتي ځواکونو یا پولیسو پوستې ته له رسېدو لږ تر لږه ۲۰۰ متره وړاندې خپل ګاډی ودروي او په خوندي ځای کې ایسار شی.
د امنیتي اهلکارو له ښکاره اجازې پرته به هېڅ ګاډي ته اجازه نه وي چې پوستې ته وړاندې لاړ شي یا ترې واوړي. حکم زیاتوي، کله چې د امنیتي ځواکونو کاروان پر سړک تېرېږي، ټول ولسي ګاډي به سمدستي د سړک غاړې یا بل خوندي ځای ته وځي. په ګاډو کې سپاره کسان به هم ښکته کېږي او د کاروان تر بشپړ تېرېدو یا د امنیتي اهلکارو تر نوې لارښوونې به انتظار کوي.
د امنیتي ځواکونو ودانیو، پولیس تاڼو، پولیس پوستو او امنیتي پوستو په ۲۰۰ متره چاپېریال کې د ولسي ګاډو تګ راتګ، درول او موجودیت هم منع اعلان شوی دی.
ضلعي انتظامیې خبرداری ورکړی دی چې د ۱۴۴مې مادې سرغړوونکو پر ضد به د پاکستان د جزا قانون د ۱۸۸مې مادې او نورو اړوندو قوانینو له مخې قانوني ګامونه پورته کېږي.
چارواکو له ولسه غوښتنه کړې ده چې د کوم مشکوک ګاډي، کس یا فعالیت د لیدلو په صورت کې دې سمدستي نږدې پولیسو، امنیتي ځواکونو یا اړوندو چارواکو ته خبر ورکړي. ضلعي انتظامیه وايي، د ولس همکاري د امن، ولسي خوندیتوب او د قیمتي ژوندونو د ساتنې لپاره ډېره مهمه ده.


ظفر وزير