نوښار : د خیبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کې د موسمي بارانونو له امله د یوې کچه کوټې چت نړېدو په پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي دي. د ژغورنې ادارې ریسکیو ۱۱۲۲ په وینا، دا پېښه ،د جولایۍ پر ۳۱مه، سهار وختي د پبو په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د ریسکیو ۱۱۲۲ ژغورونکو ډلې له پېښې وروسته سیمې ته ورسېدې او د نړېدلي چت له ملبې څخه یې ټول ټپیان راویستل. چارواکي وایي، چې ټپیانو ته په سیمه کې لومړنۍ طبي مرستې ورکړل شوې او وروسته د نورو درملنو لپاره د پبو روغتون ته انتقال شول.
د ریسکیو ادارې په وینا، په ټپیانو کې ۱۰ کلن مدثر، ۷ کلن موسیٰ او ۶ کلن ریان شامل دي. په پېښه کې یوه ۲۳ کلنه او یوه ۵۰ کلنه ښځه هم ټپیانې شوې دي.
چارواکي وایي، چې د کوټې د چت د نړېدو د لاملونو معلومولو لپاره پلټنې روانې دي، خو لومړني معلومات ښيي چې د سختو موسمي بارانونو له امله د ودانۍ کمزوری جوړښت زیانمن شوی و.


ندیم مشواني