مومند : د مومندو په غلنۍ کې د کان‌ کیندنې او ورسره تړلو بېلابېلو سوداګریزو او ترانسپورټي اتحادیو د حکومت له خوا د کان‌ کیندنې پر فعالیتونو د یوې میاشتني بندیز پر ضد ګډ احتجاج وکړ او له چارواکو یې وغوښتل چې دا پرېکړه بېړنۍ بېرته واخلي.

 

احتجاج ،د جولایۍ په ۳۱مه، د مومند ماینز ایسوسی اېشن په بلنه د غلنۍ بای پاس ته نږدې ترسره شو. په دې کې د فرنټیر ماینز ایسوسی اېشن، د مومند ماربل فابریکو ټولنې، د ماربل ټرانسپورټ اتحادیې، د پټرول پمپونو ټولنې او د نورو اړوندو برخو استازو ګډون کړی و.

 

احتجاج کوونکو ته د فرنټیر مایننګ ایسوسی اېشن د خیبر پښتونخوا مشر حاجي شیر بندي خان مروت، مرستیال اصغر خان، د ال ګوډز ټرانسپورټ اتحادیې مشر قاري عارف الله، د پاکستان تحریک انصاف مشر قاري رحیم شاه، مولانا سمیع الله، د مومند ویلفیئر ارګنایزېشن مشر میر افضل مومند، حاجي جان شیر، شاه خالد صافي، ملک داوود خان او نورو ویناوې وکړې.

 

ویناوالو وویل، چې د مومندو د ضلعې اقتصاد تر ډېره د کان‌ کیندنې پر صنعت ولاړ دی او زرګونه کورنۍ خپل عاید له همدې لارې ترلاسه کوي. د هغوي په وینا، که د کان‌ کیندنې بندیز یوه میاشت دوام وکړي، شاوخوا دوه لکه کسان به له بېکارۍ سره مخ شي.

 

دوي وویل، چې د کان‌ کیندنې درېدلو سره به یوازې کان ‌کیندونکي نه، بلکې مزدوران، موټر چلوونکي، قراردادیان، سوداګر او د ماربل صنعت پورې تړلي نور کاروبارونه هم سخت زیان وویني، چې له امله به یې د سیمې په بازارونو کې اقتصادي رکود رامنځته شي.

 

احتجاج کوونکو ټینګار وکړ چې مومند یوه ارامه ضلعه ده او خلک یې د هر ډول ناقانونه او منفي فعالیتونو مخالف دي. دوي له حکومت او ضلعي انتظامیې وغوښتل چې د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو دا بندیز زر تر زره پای ته ورسوي.

 

د اتحادیو مشرانو خبرداری ورکړ، چې که غوښتنې یې د یوې اوونۍ په موده کې ونه منل شي، نو لومړی به په پېښور پرېس کلب کې ګډه خبري غونډه وکړي او وروسته به د خیبر پښتونخوا صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاج وکړي او د خپل راتلونکي احتجاجي پلان اعلان به هم وکړي.

 

د غونډې وروسته، مظاهره‌ چیانو د غلنۍ له بای پاس څخه تر مومند پرېس کلب پورې احتجاجي لاریون وکړ او د کان‌ کیندنې پر بندیز یې د پای ټکی اېښودو غوښتنه وکړه.