خیبر : د خیبر ضلعې په جمرود، لنډي کوتل او باړه تحصیلونو کې د سخت او پرله پسې باران له امله ټیټې سیمې تر اوبو لاندې شوې او د خلکو ورځنی ژوند اغېزمن شوی دی.
ځايي سرچینې وايي، چې باران ،د جولایۍ په ۳۰مه او ۳۱مه، ترمنځ د شپې شاوخوا څلور بجې پېل شو او د درې واړو تحصیلونو ګڼې سیمې یې اغېزمنې کړې دي. په جمرود کې د باران له امله د ځینو کورونو دېوالونه نړېدلي او د ګڼو کورونو دننه اوبه ننوتې دي.
په لنډي کوتل کې د سخت باران وروسته خوړونه او موسمي نالې راوتلې دي. ځايي انتظامیې له خلکو غوښتي دي چې د نالو، خوړونو او ټیټو سیمو له څنډو لرې پاتې شي او د تګ راتګ پر مهال احتیاط وکړي.
په باړه کې هم په بېلابېلو سیمو کې سړکونه او لارې له اوبو ډکې شوې دي، چې له امله یې تګ راتګ اغېزمن شوی او خلک له ستونزو سره مخ دي.
تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی، خو د زیانمنو سیمو خلکو له ژغورنې ادارې ۱۱۲۲ او ضلعي انتظامیې غوښتي دي چې بیړني عملیات پېل او په اغېزمنو سیمو کې مرستندویه چارې چټکې کړي.


ابراهیم شینواری