بنو : د بنو په وزیر سب ډویژن تحصیل ډومیل، خرسند، برغنتو په سیمو کې د امن کمېټۍ او احمدزي امن لښکر له ځینو غړو سره تړلو کورونو او سیمو د یو شمېر کواډکاپټر ډرونونو له لارې د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.
ځايي سرچینې وايي، چې بریدونه ،د جولایۍ په ۳۱مه، په بېلابېلو وختونو کې شوي او په ځینو پېښو کې د احتمالي مرګ ژوبلې راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د سیمې د سرچینو او پولیسو د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د امن کمېټۍ هغه غړي او مشران په نښه شوي دي چې په سیمه کې د وسله والو ډلو پر ضد فعالیت کوي.
د بنو پولیسو د پېښې ځینې جزیات تایید کړي، خو د بریدونو د کره شمېر، د مرګ ژوبلې او د زیانونو په اړه یې لا بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي. په سیمه کې له پېښو وروسته امنیتي تدابیر سخت شوي او د بریدونو په اړه پلټنې روانې دي.
د پېښې کره او رسمي معلومات خپریدو سره به شال نیوز دا خبر تازه کړي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغو بریدونو مسوولیت نه دی منلی.


شال نیوز